د ختيځو ولايتونو د چرګانو د فارمونو مسوولينو ګواښ وکړ، چې که حکومت له پاکستان څخه د چرګوړو په واردولو بندېز ونه لګوي، نو د دوى کاروبار به کرار کرار په ټپه ودرېږي.
د ختيځو ولايتونو د چرګانو د فارمونو مسوولينو ګواښ وکړ، چې که حکومت له پاکستان څخه د چرګوړو په واردولو بندېز ونه لګوي، نو د دوى کاروبار به کرار کرار په ټپه ودرېږي.په ننګرهار کې دا مهال د پنځو سوو په شاوخوا کې د چرګانو فارمونه شته، چې د سيمې په زرګونو کسان په کې په کار بوخت دي.
د فارمونو د خاوندانو په وينا، هره ورځ له دغو فارمونو څخه د دوه لکو په شاوخوا کې چرګان لاس ته راځي.
دوی وايي، دغه ولايت اوس مهال هره ورځ د اته لکو په شاوخوا کې چرګانو ته اړتيا لري.
د بهسودو ولسوالۍ د چرګانو د يوه فارم مسوول حاجي زمرک وايي، هغه چرګوړي چې دوى يې د هېواد په داخل کې توليدوي د پاکستانيو چرګوړو په پرتله هم ښه دي او د هم یې د مړينې کچه ډېره ټيټه ده.
هغه وویل: (( هغه يو ورځني چرګوړي چې موږ يې توليدوو، د راواردېدونکو چرګوړو په پرتله صحتمند او ارزانه دي. موږ تر اوسه په مارکېټ کې رقابت کولای شو، زموږ د چرګوړو په ښه کيفيت اوس فارمداران تر پخوا ډېر باور کوي. د پاکستانيو چرګوړو پر خلاف چې افغانستان ته په قاچاقي ډول راځي، په فارمونو کې زموږ د چرګوړو د مړينې کچه ډېره ټيټه ده.))
د حاجي زمرك په وينا، د ننګرهار په هډې، درونټي او د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د چرګوړو د توليد درې فابريکې لري او په هره مياشت کې له دوه سوه زره زيات غوښين چرګوړي توليدولی شي .
نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه: (( له پاکستان څخه په قاچاقي او غير قاچاقي توګه واريدېدونکو چرګوړو زموږ پر کاروبار بده اغېزه کړې او موږ له تاوان سره مخ شوي يو.))
په ختیځ کې د چرګانو د فارمونو د ټولنې رئیس خليل الله حبيب زی هم یاده ستونزه مني او وايي، چې د فارمونو خاوندان یې له ستونزو سره مخ کړي دي. هغه وویل : (( سره له دې، چې د دولت له خوا له پاکستان څخه د چرګانو په وارداتو بندېز لګېدلى، خو له پټو لارو په قاچاقي ډول اوس هم راوړل کېږي، چې زموږ پر کارو بار يې ډېره بده اغېزه کړې ده.))
د کرنې وزارت د وټرنرۍ د خدماتو رئيس ډاکټر محمد عثمان بیا وايي، چې د پخوا په نسبت اوس له بهر څخه د چرګانو او غوښو په وارداتو کې ٥٠ فيصده کموالى راغلى دى.
د نوموړي په وينا، په هېواد کې د ٨٥ فيصده خلکو ژوند په مالدارۍ ولاړ دى، خو بيا هم واردات بهرني دي.
د چرګوړو د فارمونو د اتحاديې يوه غړي او د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي شمس الحق وويل، چې که دولت يې د کار پر وړاندې پراته خنډونه لرې نه کړي، کېداى شي په نږدې راتلونکي کې د ختيځې سيمې پنځه سوه فارمونه وتړل شي.
هغه زياتوي، چې ګمرک له پاکستان څخه له راوړونکو چرګوړو کمه ماليه اخلي.
شمس الحق ادعا وکړه، چې د ګمرک سرحدي مسوولين او امنيتي پوستې پاکستاني چرګان د پيسو په بدل کې خوشې کوي، چې له كبله يې د دې ځاى د توليد شويو چرګانو مارکېټ خراب شوى دى.
د ننګرهار د صنعتکارانو د ټولنې رئيس غلام حسين حسن پژواک ته ويلي، چې که له يوه پلوه پاکستانيو چرګوړو او چرګانو کورني توليد ته زيان رسولى، نو له بل پلوه د صنعتي پارکونو او برېښنا نشتوالي او د چرګوړو د توليد د ساحې نه موجوديت د دوى ستونزې څو برابره زياتې کړې دي .
نوموړي ويلي، چي د امريکا د متحدو ايالتونو د نړيوال پرمختيايي پروګرام (USAID) د ايډيانيو د پروګرام د سروې له مخې، ختيځه سيمه هره مياشت نهه سوه زره غوښينو چرګوړو ته اړتيا لري، چي کورني فارمونه يوازې د مياشتي دوه سوه زره چرګوړي برابرولى شي .
د هغه په وينا، د امريکا پرمختيايي ادارې(USAID) ورسره ژمنه کړې، چې تر راتلونکو ۷ مياشتو پورې به د کورني توليد کچه زياته کړي .
د ننګرهار د ګمرک مرستيال غلام فاروق په کلکه رد کړه، چې ګوندې د دوى کارکوونکي د پيسو په بدل کې ممنوعه واردات پرېږدي .
نوموړي وويل، له پاکستان سره ګډه پوله او ناقانونه لارې دا زمينه برابروي، چي پاکستاني چرګوړي په قاچاقي ډول هېواد ته راولېږدول شي .
کتوونکي د چرگانو د فارمونو جوړېدل او هغوی ته وده ورکول، په سيمه کې د بې روزګارۍ د کچې په راټيټېدلو کې يو مهم او اغېزناک کار او له بل پلوه د کورني توليد او اړتيا په پوره کولو کې لويه لاسته راوړنه او سيمې ته يو ګټور ګام بولي.
کتونکي دغه ډول چارې ترسره کول او کورنۍ لاس ته راوړنه د کوکنار يو ښه بديل هم ګڼي.
د دوی په وينا، هغه کسان چې پخوا د کوکنارو په کرکيلي بوخت وو که دا ډول په کور کې دننه ګټې ته يې پام شي او دوی ته د فعاليت زمينه برابره شي، نو په طبیعي شکل به د کوکنارو له کرکيلي راواوړي او حلالې ګټې وټې ته به يې پام شي.
بايد وويل شي، چې د امريکا پرمختيايي ادارې (USAID) په ختيځه سيمه کې د لومړي ځل لپاره د ۱۳۸۷لمريز كال په وروستيو کې د چرګوړو له فارمونو سره خپلې مرستې پيل کړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ