ads

د هېواد ارزي زېرمې

د افغانستان ارزي زېرمې اوس مهال د ګاونډيو هېوادونو په پرتله په ښه وضعيت کې دي. د ملي بانک د راپور له مخې د هېواد ارزي زېرمي، د ١٣٨١ کال څخه تردې دمه له ٥٠٠ ملیونو ډالرو تر نږدې ٤،٥ مليارډو ډالرو پورې زياتې شوې دي. د افغانستان ارزي زېرمې اوس مهال د ګاونډيو هېوادونو […]

نویسنده: The Killid Group
29 غبرګولی 1389

د افغانستان ارزي زېرمې اوس مهال د ګاونډيو هېوادونو په پرتله په ښه وضعيت کې دي. د ملي بانک د راپور له مخې د هېواد ارزي زېرمي، د ١٣٨١ کال څخه تردې دمه له ٥٠٠ ملیونو ډالرو تر نږدې ٤،٥ مليارډو ډالرو پورې زياتې شوې دي.

د افغانستان ارزي زېرمې اوس مهال د ګاونډيو هېوادونو په پرتله په ښه وضعيت کې دي. د ملي بانک د راپور له مخې د هېواد ارزي زېرمي، د ١٣٨١ کال څخه تردې دمه له ٥٠٠ ملیونو ډالرو تر نږدې ٤،٥ مليارډو ډالرو پورې زياتې شوې دي.

د ملي بانک د ویاند ایمل هاشور د معلوماتو له مخې، اوس مهال د پاکستان ارزي زېرمې د څو اوونيو وارداتو لپاره په دغه هېواد کې بسنه کوي، خو د افغانستان ارزي زېرمې، شاوخوا ١٣مياشتې د دغه هېواد وارداتو ته بسنه کوي. ايمل هاشور وويل، د ارزي زېرمو زياتوالى دا ښيي، چې په هېواد کې د تېرو کلونو په نسبت اقتصادي وضع ښه شوې ده.

د سرچېنې د معلوماتو پر اساس، د هېواد په ارزي زېرمو کې بهرني ارزونه لکه ډالر، يورو، پونډ او يوه اندازه طلا هم شته دي. هغه وايي، چې د هېواد ارزي زېرمې له مختلفو منابعو څخه لکه نړېوالې مرستې، په بهر کې د پانګې اچونې د زېرمو د موجوديت ګټه، د مرکزي بانک د تادياتواو کمېشنونو د خدمتونو او له داسې نورو لارو څخه لاسته راغلې دي.

خو اقتصادي کارپوهان په دې اړه متفاوت نظرونه لري. د اقتصادي چارو کارپوه احمدضياء ضياء وايي، په افغانستان کې اقتصادي جريانونه په طبيعي شکل نه، بلکې په مصنوعي ډول دي: (( د يو هېواد ارزي زېرمې بايد د عوايدو په زياتوالي او د اقتصاد او تجارت د بيلانس د ښه والي په صورت کې لوړې شي، خو په افغانستان کې داسې نه ده.)) نارسمي شمېرې ښيي، چې افغانستان په کال کې شاوخوا ٥٠٠ ميلونه ډالره صادرات او د ٥ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت واردات لري.

ضياء وويل، چې د افغانستان ارزي زېرمې، د بهرنيو نقدې مرستو پرمټ زياتې شوې دي، خو دولت تردې دمه نه شي کولاى، چې لا اقل خپله عادي بودجه له کورنيو عوايدو پوره کړي، نو څرنګه کولاى شي، چې د ارزي زېرمو د واقعې زياتوالي خبره وکړي. اوس مهال، د عادي بودجې له نيم څخه لږ او د دولت ټوله انکشافي بودجه له بهرنيو مرستو تمويلېږي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سيد مسعود پژواک ته ویلي، د تېرو اتو کلونو په ترڅ کې د دغو زېرمو منځته راتلل، په حقيقت کې مرکزي بانک او د افغان دولت لپاره ښه لاسته راوړنه ده. هغه هم په دې باور دى، چې دغه زېرمې د نړېوالو مرستواو نورو سوداګريزو بانکونو زېږنده دي.

خو هغه د ارزي زېرمو موجودیت يو له هغو اساسي شرطونو څخه ګڼي، چې د پولي ارزښت په ساتلو کې رول لري او وايي، دغو زېرمو افغانیو ته مصنوعي ارزښت ورکړى. نوموړى وايي، دولت دې د افغانيو د حقيقي ارزښت په هدف د کورنيو توليداتو کچه لوړه کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA