ads

د تاريخ ننداره

د تاريخ ننداره؛ د هند د نامتو مورخ مبارک علي د هغو ۷۴ مقالو ټولګه ده، چې ده هڅه کړې د هغو په ترڅ کې د وچو تاريخي واقعاتو د رانغاړلو پر ځای  د انساني ژوند له تمدن سره په تړاو، يو شمېر په زړه پورې مسايل راواخلي. د تاريخ ننداره؛ د هند د نامتو […]

نویسنده: The Killid Group
1 غبرګولی 1389

د تاريخ ننداره؛ د هند د نامتو مورخ مبارک علي د هغو ۷۴ مقالو ټولګه ده، چې ده هڅه کړې د هغو په ترڅ کې د وچو تاريخي واقعاتو د رانغاړلو پر ځای  د انساني ژوند له تمدن سره په تړاو، يو شمېر په زړه پورې مسايل راواخلي.

د تاريخ ننداره؛ د هند د نامتو مورخ مبارک علي د هغو ۷۴ مقالو ټولګه ده، چې ده هڅه کړې د هغو په ترڅ کې د وچو تاريخي واقعاتو د رانغاړلو پر ځای  د انساني ژوند له تمدن سره په تړاو، يو شمېر په زړه پورې مسايل راواخلي. داسې مسايل، چې نور تاريخ ليکونکي هغه ته ډېره توجه نه کوي.

تر ډېره پورې کله، چې موږ  د سيمې په کچه تاريخي اثار مطالعه کوو، نو په هغو کې د پاچايانو د برياليتوبونو او ناکاميو انځورونه وينو او يا خو تاريخپوهانو په لوی لاس هڅه کړې، چې د خپلو قومونو  تېر ژوند شانداره وښيي. دا هغه  تاريخونه دي، چې تر ډېره د وينو او  جګړو کيسې رانغاړي.

د مبارک  علي د مقالو دغه ټولګه، د هېواد پياوړي ليکوال، کره کتونکي او ژورنالست استاد اسدالله غضنفر په روانه، واضحه او ساده ژبه په پښتو ژباړلې او په ۱۳۸۸ لمريز کال د سادات مرستندويه ټولنې په مالي لګښت، په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې له  خوا په زرو ټوکونو کې چاپ شوې ده.

د دغه کتاب په پيل کې لومړی د خپرندويې ټولنې يادښت، د مالي مرسته کوونکې ټولنې يادون او د ښاغلي ژباړونكي خبرې راغلې دي. ژباړونكى په خپلو خبرو کې وايي، چې د مبارک علي دغه مقالې يې د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۹ ميلادي کلونو ترمنځ په ډان ورځپاڼه کې لوستي او بيا يې ژباړلې دي. استاد غضنفر وړاندې ليکي، چې د مبارک علي په فکر کې د اعتدال، په بيان کې وضوح، په ميتود علمي بې طرفي او په سبک کې ايجاز او ځينو نورو ځانګړنو دې ته هڅولی، چې دغه مقالې وژباړي.

د ژباړن په وينا مبارک علي؛ د هندوستان تر خپلواکۍ شپږکاله مخکې د راجستان ايالت په ټونک کې زېږېدلی او دی نهه کلن و، چې کورنۍ يې پاکستان ته کډه شوه. مبارک علي د تاريخ په برخه کې زده کړې کړې دي او په ۱۹۷۶ميلادي كال کې يې د جرمني په ruhr پوهنتون کې دوکتورا اخيستې ده.

دغه کتاب د تاريخ ليکنې په برخه کې يوه نوې تجربه ده او ښايي، چې زموږ  هغه ځوان ليکوال، چې له تاريخ ليکنې او د انساني ژوند له تمدن سره علاقه لري، دغه په زړه پورې ټولګه ولولي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA