ads

نوى ګام ګټه كه زيان؟

له كله نه چې د هېواد په بازارونو كې د افغانۍ په وړاندې د ډالرو بيه رالوېدلې، ورسره جوخت  د خوراكي توكو په بيو كې هم د پام وړ بدلونونه رامنځته شوي دي، چې له كبله يې  افغان سوداگرسخت انديښمن دي  او وايي، چې دې حالت په توليدي سطحه كې دوى زيانمن كړي دي. له […]

نویسنده: The Killid Group
27 غویی 1389

له كله نه چې د هېواد په بازارونو كې د افغانۍ په وړاندې د ډالرو بيه رالوېدلې، ورسره جوخت  د خوراكي توكو په بيو كې هم د پام وړ بدلونونه رامنځته شوي دي، چې له كبله يې  افغان سوداگرسخت انديښمن دي  او وايي، چې دې حالت په توليدي سطحه كې دوى زيانمن كړي دي.

له كله نه چې د هېواد په بازارونو كې د افغانۍ په وړاندې د ډالرو بيه رالوېدلې، ورسره جوخت  د خوراكي توكو په بيو كې هم د پام وړ بدلونونه رامنځته شوي دي، چې له كبله يې  افغان سوداگرسخت انديښمن دي  او وايي، چې دې حالت په توليدي سطحه كې دوى زيانمن كړي دي.

د افغانستان بانك د افغان سوداګرو د خوشحالولو لپاره د افغانيو په وړاندې د ډالرو د ثابت ساتلو خبره كوي او وايي، چې په نږدې راتلونكې كې به په دې اړه خپله وروستۍ پرېكړه رسما اعلان او بازارته به د پخوانۍ فيصدۍ په نسبت زياته افغانۍ عرضه كړي.

دا په داسې حال كې ده ،چې تر دې وړاندې  به د افغانيو د ثابت ساتلو په مقصد هره اوونۍ  له۳۰ تر۴۰ مليونه ډالرو پورې بازار ته وړاندې كېدل، چې د افغانۍ نرخ د خارجي اسعارو په وړاندې ثابت وساتي، خو دا چې په افغانۍ د ډالرو پر وړاندې لوړه ختلې د ډالرو د لوېدو له كبله  په بازارونو كې يو څه نسبي ارزاني هم رامنځته شوې او عام خلك پرې خوښي څرګندوي. مګر د افغانستان بانك غواړي، چې ډالر د افغانۍ پر وړاندې له لاسه وركړى ارزښت بېرته خپل كړي.

معمولا كله، چې افغانۍ د بهرنيو اسعارو پر وړاندې ارزښت پيدا كوي بايد په بازار كې د خوراكي او نورو اړينو توكو د بيو په ټيټوالي هم مثبته اغېزه وكړي. ځكه، چې افغانستان يو مصرفي هېواد دى او د دې لپاره، چې موږ مصرفي اقتصاد لرو هركال له بهر څخه د 3 مليارد ډالرو په اندازه توكي واردوو او يوازې د 500 مليونه ډالرو په ارزښت كلني صادرات لرو، نو له همدې كبله د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو ثابت ساتل زموږ دعام ولس د ګټې پر ځاى زيان رامنځته كوي او د هغې ارزانۍ مخنيوى كوي، چې د افغانيو د ختلو له  كبله رامنځته كيږي.

د افغانۍ لوړېدل، دوه حالته لري، طبيعي او غير طبيعي. كه چېرې په هېواد كې د صادراتو كچه لوړه شي او په عادي ډول افغانۍ هم ارزښت پيدا كړي اقتصادي ګټه لري او كه په طبيعي صورت وده وكړي او خلك له بهر څخه د مالونو  واردولو ته اړ نه وي، نو د پولي واحد ثابت ساتل ګټوردي او كه چېرې موږ توليدي اقتصاد ونه لرو او هغه توكي، چې موږ ورته اړتيا لرو له بهر څخه را وارد كړو، په دې صورت كې به د افغانيو لوړوالى د بيو پر ټيټوالي ډېره مثبته اغېزه ولري او كه داخلي توليد  ونه لرو او د توكو د رانيولو لپاره بهر ته اړتيا ولرو، نو په دې صورت كې د ډالر لوړول د ګټې پر ځاى تاوان را منځته كوي.

لنډه دا چې د افغانستان واردات له صادراتو كم دي، نو په همدې اساس كه افغانۍ لوړه وساتل شي زموږ د ملي اقتصاد لپاره غوره تماميږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA