ولي فتح علي د افغانستان د موسيقۍ ځوانه او بريالۍ څېره ده، چې په كم وخت كې د شهرت تر لوړو پوړونو رسيدلى او د افغانستان موسيقۍ ته يې ډېرڅه وربخښلي دي.
ولي فتح علي په 1366 كال د كابل په ښكلي ښار كې په يوه روڼ اندې كورنۍ كې نړۍ ته سترګې پرانستې دي.
ولي فتح علي د افغانستان د موسيقۍ ځوانه او بريالۍ څېره ده، چې په كم وخت كې د شهرت تر لوړو پوړونو رسيدلى او د افغانستان موسيقۍ ته يې ډېرڅه وربخښلي دي.
ولي فتح علي په 1366 كال د كابل په ښكلي ښار كې په يوه روڼ اندې كورنۍ كې نړۍ ته سترګې پرانستې دي.
دغه سندرغاړى په مجموع كې يولس سندرې لري، چې د ډېرومينه والو له خواستايل شوې دي.
د دې سندرغاړي د ژوند او هنري پروګرامونو په اړه به له نوموړي سره TKG پښتو ويب سايټ کې د ځانګړې مركې مهم ټكي په ګډه سره ولولو:
په پيل كې موله نوموړي څخه هنري نړۍ ته د ده د راتګ په اړه وپوښتل، چې څه وخت يې موسيقۍ ته مخه كړه او ولې يې موسيقي د ژوند ملګرې وګرځوله؟
ولي ووېل: له ډېركوچنيوالي راهيسې مې له موسيقۍ سره مينه درلوده او د اووكلونو په منګ وم، چې موسيقۍ ته مې مخه كړه، له موسيقۍ سره زما فطري مينه او زما د كورنۍ او دوستانو تشويق زه د موسيقۍ په رنګينه دنيا كې ونازولم.
ولي وايي په لومړيو كې مې د استاد سرآهنګ سندرې اورېدې تر دې، چې د استاد فتح علي خان سره اشنا شوم او د ده سره زما اشنا يي د دې لامل شوه، چې زه يې د موسيقۍ نړۍ ته را وستلم.
ولي وايي د موسيقۍ په اړه يې د لومړي ځل لپاره له سيد محب الله هاشمي څخه لومړنۍ زده كړې وكړې وروسته يې په 1376 كال كې هغه وخت، چې د ده عمر لس کاله ؤ ، استاد فتح علي خان ته ګوړه كېښوده او د موسيقۍ په بېلابېلو برخو كې يې ترې ډېر څه زده كړل.
د ولي په وينا له خپل استاد سره د ډېرې مينې او هغه ته د ډېر درناوي له كبله يې خپل تخلص “فتح علي” اېښى دى.
ولي فتح علي سربېره پردې، چې په ښكلي غږ سندرې وايي د موسيقۍ په يو شمېر آلاتو هم پوهېږي او په وينا يې طبله ،آرمونيه، تانبوره… غږوي.
ولي فتح علي خپل لومړني كارونه په رسمي ډول د پاكستان د ملي ټلويزيون څخه په” روشن پاكستان” نومي پروګرام كې پيل كړل او تر دې دمه سندرې وايي.
ولي فتح علي خان وايي د ده ټولې سندرې عشقي او تصوفي رنګ لري او له غزل سره خاصه مينه لري، نوموړى وايي د ده لومړى البوم، چې “صبح طلايي “نوميږي، له غزلونوڅخه جوړ البوم دى او دويم البوم يې”از سرآهنګ تاولي فتح علي” نوميږي،چې مستې او كلاسيكې سندرې لري.
د ده دريم البوم ، چې په نږدې وخت كې به راووځي ” رنګ عشق ” يا دعشق رنګ نوميږي او په وينا يې په دې البوم كې يې هم د مينه والو له خوښې سره سم ټولې عشقي سندرې راوړې دي.
دا، چې ولي فتح علي د كوم ډول موسيقي پلوي دى، په دې اړه نوموړى وايي:( زه د كلاسيكې غزل موسيقي له ټينګو پلويانو څڅه يم او لكه څنګه، چې په شعركې غزل پاچا دى، همدا ډول په موسيقۍ كې هم كلاسيكه موسيقي د ټولو موسيقيو موراو سر لارې ده).
نوموړى زياتوي، چې كلاسيكه موسيقي د سندرغاړي ستونى تېزوي او د دې موسيقي اهميت دا دى، چې ويونكي يې هرډول موسيقي زده كولى شي.
ولي وايي لكه، چې كلاسيكه موسيقي د موسيقۍ بنسټ دى، له همدې امله د دې موسيقۍ زده كول ډېر اړين دي.
ولي د هېواد په دواړو لويو رسمي ژبو ( پښتو، دري) او همداراز اردو ژبه سندرې وايي. نوموړى وايي سره له دې، چې د ده سندرې تر ډېره عشقي رنګ لري، په خپلو سندرو كې د هېواد او هېوادوالو دردونه هم راوړي .
د ده د موسيقۍ يوه بله ځانګړنه دا ده، چې نوموړى فيوژن يا دلويديځ او ختيځ ګډه موسيقي غږوي.
ولي فتح علي د يو شمېر سندرغاړو او د موسيقۍ د مينه والو دا خبره، چې وايي ځوان سندرغاړي د افغانستان اصيلې موسيقۍ ته پام نه كوي نه مني.
نوموړى وايي، هرهغه څوك، چې د افغانستان اصيله موسيقي د پخوانيو سندرغاړو د هڅو محصول بولي تېروتنه كوي او زياتوي، چې اوسني ځوانان ډېر اوچت استعدادونه لري اود افغانستان اصيلې موسيقۍ ته ډېر څه وركولى شي.
ولي په آخر كې د افغانستان د اصيلې موسيقۍ پلويانو ته زيرى وركوي او وايي، چې ډېر ژر به په كابل كې د دې موسيقۍ يو ښوونځى پرانيزي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ