ads

د مركزي بانك نوى پولي سياست

د افغانستان بانك چارواكي وايي، چې په  هېواد كې د توليداتو او صادراتو ترمنځ د بيلانس او تعادل ساتنې په هدف په پام كې لري، چې د بهرنيو اسعارو په تېره بيا د ډالرو  په وړاندې د افغانيو اوسنۍ ارزښت، چې يو ډالر د ۴۷ نيمو افغانيو په مقابل كې تبادله كيږي، راښكته كړي. د […]

نویسنده: The Killid Group
27 غویی 1389

د افغانستان بانك چارواكي وايي، چې په  هېواد كې د توليداتو او صادراتو ترمنځ د بيلانس او تعادل ساتنې په هدف په پام كې لري، چې د بهرنيو اسعارو په تېره بيا د ډالرو  په وړاندې د افغانيو اوسنۍ ارزښت، چې يو ډالر د ۴۷ نيمو افغانيو په مقابل كې تبادله كيږي، راښكته كړي.

د افغانستان بانك چارواكي وايي، چې په  هېواد كې د توليداتو او صادراتو ترمنځ د بيلانس او تعادل ساتنې په هدف په پام كې لري، چې د بهرنيو اسعارو په تېره بيا د ډالرو  په وړاندې د افغانيو اوسنۍ ارزښت، چې يو ډالر د ۴۷ نيمو افغانيو په مقابل كې تبادله كيږي، راښكته كړي.

د افغانستان بانك وياند ښاغلي ايمل هاشور له كليد راديو سره په يوه ځانګړې مركه كې همدغه ټكي ته اشاره وكړه او ويې ويل، چې دا مسئله تراوسه پوره د يوې نظريې په چوكاټ كې پاتې ده او رسما نه ده اعلان شوې، چې دا اقتصادي كړنلاره او پاليسي دې حتما پلې شي، هغه وايي: ((  په دې اړه له نړيوال وجهي صندوق سره ابتدالي خبرې اترې روانې دي.))

د هاشور په خبره افغانستان بانك د دې لپاره، چې د هېواد اسعاري زيرمې، افغاني صادرات اوتوليدات زيانمن نه شي او په تدريج سره افغانۍ خپل عادي حالت ( د يو ډالر  وړاندې د شاوخوا ۵۰ افغانيو تبادله) ته راوګرځي، دوى  ناچاره دي، چې د نړيوال وجهې صندوق يا اى ام اف سره د خبرو اترو له لارې يوه تفاهم ته ورسيږي، چې په كلنۍ كچه په بازار كې د افغانيو د خپرولو فيصدي لوړه كړي: (( اوس هركال بازار ته ۲۲ فيصده افغانۍ عرضه كيږي، موږ د دغې فيصدۍ لوړېدل غواړو.))

هاشور وايي، چې پورتنى تارګيټ( هدف) د اى ام اف له لوري د افغانستان بانك لپاره ټاكل شوى، چې په كلني معيار تر۲۲ فيصدو زياته افغانۍ بازار ته وړاندې نه شي: (( دمګړۍ د دغې فيصدۍ ارزښت  ۹۳ مليارده ۷۷۹ مليونه افغانۍ دى او موږ دمګړۍ په خپلو بازارونو كې  څه باندې  ۹۲ مليارده افغانۍ لرو.))

هاشور زياتوي، كه چېرې د افغانستان بانك مسوولين دا تارګيټ په داسې حال كې په همدې كچه پريږدي، چې افغانۍ ته تقاضا هم ورځ بلې ورځې د زياتېدو په حال كې وي، ورسره جوخت د افغانۍ ارزښت نور هم لوړېدلى شي : (( دا په حقيقت كې دوه لوى تاوانونه لري، يو د صادرات په لحاظ او بل د افغانستان بانك د عوايدو په لحاظ تاوان اړوي، ځكه چې موږ اړ يو، چې په يوه ارزانه بيه ډالر وپلورو او په قيمته بيه افغانۍ راواخلو، له بلې خوا زموږ ستراتيژي دا ايجابوي، چې د افغانۍ ارزښت د بهرنيو اسعارو په ځانګړي توګه د ډالرو په وړاندې د پنځوسو په شاوخوا كې ثابت وساتو.))

د كابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سيد مسعود وايې، چې د دغې پروسې په تطبيق سره كېدلى شي، چې د افغانۍ ارزښت راښكته او د صادارتو كچه لوړه شي، خو په وينا يې دا ډول سياست اېښودنې خپلو ځانګړو شرايطو او غوښتنو ته اړتيا لري او كه چېرې حكومت په دې وتوانيږي، چې وړ شرايط رامنځته كړي، دا كړنلاره ګټوره بلل كېدلى شي: ((  په هغه صورت كې، چې موږ د توليدي سياست پر لور ګام واخلو او بيا دغسې يوه كړنلاره په پام كې ونيسو، رښتينې ده، چې ګټوره سياست اېښودنه بلل كېداى شي او زه يې نه ردوم.))

د استاد مسعود په عقيده دا ډول سياست اېښودنې هغه وخت په سوداګرۍ او تجارت كې د كارونې وړ وي، چې په هېواد كې توليد اقتصادي موجود وي: (( خو دا كار وخت ته اړتيا لري او په بيړه نه كيږي.))

نوموړي دې ته هم اشاره وكړه، چې دا ډول كړنلاره به په هېواد كې دننه په مستهلكينو او عامو افغانانو بده اغيزه وكړي، هغه وايي: ((  كه چېرې دغسې زياتوالى د صادارتو په برخه كې رامنځته شي، زموږ كورني مصرف كوونكي به د پولي ارزښت په راښكته كېدو سره په هر ډالر كې كابو درې افغانۍ تاوان وكړي، ځكه دوى غواړي، چې د ډالر قيمت له ۴۷ افغانيو څخه ۵۰ افغانيو ته لوړ كړي.))

كه څه هم، چې ايمل هاشور د افغانيو د ارزښت د راښكته كېدو له كبله د خلكو زيانمنيدل مني، خو وايې، چې اقتصاد يوه داسې پديده ده، چې يوازې  مصرف كوونكو ته پاملرنه نه كوي، بلكې نور اړخونه لري.

د نوموړي په وينا، دا كار ځكه كوي، چې له يوې خوا په اوسنيو شرايطو كې د مركزي بانك او صادراتو له تاوان څخه مخنيوى وكړي اوله بلې خوا موجود فشار په داوړو خواوو يعنې مصرف كوونكو او صادرونكو وويشي اوافغانۍ خپل عادي حالت ته راوګرځوي: (( د افغانستان بانك لپاره اصلي هدف دا دى، چې په بازار كې د پيسو لپاره تقاضا پوره كړي، ممانعت همدا دى، چې اى ام اف موږ ته د ۲۲ فيصده پيسو راكړه په يوه كال كې ټاكلې، موږ وايو، چې  بازار افغانۍ ته زياته تقاضا لري او راځـ، چې دا ۲۲ فيصده اوچت كړو ۲۷ فيصدو ته، څو موږ وكولاى شو، چې دا تقاضا پوره كړو او بيرته افغانۍ خپل ستراتيژيك حالت ته راولو.))

هغه زياته كړه: ((  په دې حالت كې امكان لري، چې د ازاد بازار له كبله نرخونه وخوځيږي، موږ نه وايي، چې افغانۍ دې هميشه پنځوس وي او دا منطقي هم نه ده، خوموږ نه پريږدو، چې د افغانۍ ارزښت دې يوه ورځ پنځوس، بله ورځ شپيته، په بله ورځ ۴۵ او بلاخره كله كله  ۴۳ شي، ځكه دا خطرناك حالت دى او د دغه حالت له رامنځته كېدو څخه مخنيوى كوو.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA