ads

رحيمي: اوس په کورنيو چارو وزارت کې خيالي پوليس وجود نه لري

د كورنيو چارو وزارت وايي، د بايومټريك سيسټم د پلي كولو له كبله اوس په دې وزارت كې خيالي پوليس موجود نه دي.

نویسنده: mayar
19 لیندۍ 1397
رحيمي: اوس په کورنيو چارو وزارت کې خيالي پوليس وجود نه لري

د كورنيو چارو وزارت وايي، د بايومټريك سيسټم د پلي كولو له كبله اوس په دې وزارت كې خيالي پوليس موجود نه دي.د كورنيو چارو وزارت د مرستيال وياند نصرت رحيمي په وينا، دمګړۍ د دغه وزارت په چوكاټ كې ۱۳۵ زره پوليس فعاليت كوي، چې ډېرى يې بايومټريك شوي او په دې كار سره د كورنيو چارو په وزارت كې د ميليونونو افغانيو فساد مخه نيول شوې ده.نوموړى زياتوي، په بايومټريك سيسټم كې د هېواد ملي او سيمه ييزو پوليسو د اسنادو، سوانحو او معلوماتو ثبتول د پوليسو د څلور كلن ستراتېژيك پلان د بنسټيزو اصلاحاتو يوه برخه ده.نړيوالې ټولنې څو وارې له افغان حكومته د خيالي پوليسو د مسئلې د حل او د پوليسو له معاشونو د ناوړه ګټه اخيستونكو كسانو په ضد د جدي اقداماتو غوښتنه كړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA