ads

د ماليې وزارت عوايد ۷۰ فيصده لوړ شوي

د ماليې وزارت وايي، سږ كال يې عوايد څه باندې ۷۰ فيصده زيات شوي دي.

نویسنده: mayar
19 لیندۍ 1397
د ماليې وزارت عوايد ۷۰ فيصده لوړ شوي

د ماليې وزارت وايي، سږ كال يې عوايد څه باندې ۷۰ فيصده زيات شوي دي.
د ماليې سرپرست وزير محمد همايون قيومي نن يوې خبري غونډې ته، چې د پيسو د نړيوال صندوق د څلورم پړاو ارزونې د اعلانولو په هدف جوړه شوې وه وويل، د دغه وزارت په مالي او بوديجوي برخو كې پراخ اصلاحات رامنځته شوي دي.
د نوموړي په خبره، د پيسو د نړيوال صندوق په وروستۍ ارزونه كې له فساد سره د مبارزې، د اصلاحاتو تطبيق، اقتصادي ودې، مالي ثبات او په ځينو نورو برخو كې د افغان حكومت كړنې ستايل شوې دي.
د قيومي په وينا، د هېواد صادرات هم په وروستيو دوو كلونو كې څه باندې ۲۰ فيصده زيات شوي دي.
هغه له څو هېوادونو سره د هوايي دهلېزونو پرانيستل په دې برخه كې ګټور وبلل.
د يادونې وړ ده، چې د ملي يووالي حكومت تل د هېواد اقتصادي ودې ته پر خپلې ژمنتيا، په ګمركونو كې د فساد پر له منځه وړلو او د خپلو اقتصادي پلانونو پر پلي كولو ټينګار كړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA