د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو وايي، له روسيې د توغنديو ضد اېس ۴۰۰ سيسټم اخلي او په دې تړاو يې پرېکړه کړې ده.
دى زياتوي، د اېس ۴۰۰ دفاعي سيسټم اخيستل حتمي دي او دوی دا معامله اجرا کړې ده.
د اوغلو په خبره، نه غواړي ورته امريکايي سيسټم وپېري، ځکه د روسيې وړانديز ډېر غوره دی.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير همدارنګه وايي، په تېرو لسو کلونو کې يې هڅه وکړه، چې له امريکا د توغنديو ضد پاټريوټ سيسټم وپېري، خو بريالي نه شول.
د هغه په وينا، يو نيم کال وړاندې هم دوى واشنګټن ته په دې تړاو پيغام لېږلی، خو تراوسه يې ځواب نه دی ترلاسه کړی.