د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د دې ولایت د مومند درې ولسوالۍ د غزګي په کلالي سیمه کې د جومات په ممبر کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له کبله د جومات ملا امام ټپي شوی.
د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ملا امام د مازديګر د لمانځه اذان کاوه.
د دې چاودنې مسووليت تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.