ads

د سيد جمال الدين افغان دارالمعلمين استادانو او محصلينو ته د لاريون اجازه نه وركول كېږي

په داسې حال كې، چې ټاكل شوې وه نن د سيد جمال الدين افغان دارالمعلمين استادان او محصلين لاريون وكړي، خو امنيتي ځواكونو د هغوى مخه نيولې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
26 لړم 1397
د سيد جمال الدين افغان دارالمعلمين استادانو او محصلينو ته د لاريون اجازه نه وركول كېږي

په داسې حال كې، چې ټاكل شوې وه نن د سيد جمال الدين افغان دارالمعلمين استادان او محصلين لاريون وكړي، خو امنيتي ځواكونو د هغوى مخه نيولې ده.
دوى وايي، له مخكې يې امنيتي ارګانونه د خپل لاريون په اړه خبر كړي وو، خو بيا هم نه پرېښودل كېږي، چې له دغه دارالمعلمينه تر ارګه په اعتراضي ډول لاړ شي.
امنيتي ځواكونه بيا د اعتراض كوونكو د مخنيوي علت لوړ امنيتي ګواښونه يادوي.
د يادونې وړ ده، چې له تېرو شاوخوا شپږ نيمو مياشتو راهيسې د سيد جمال الدين افغان دارالمعلمين د استادانو او محصلينو تحصن دوام لري.
دوى پوهنتون ته د دارالمعلمين د ارتقا غوښتنه كوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA