د كابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې تېره ورځ د وسله والو غلو او پوليسو ترمنځ د نښتې له كبله دوه غله وژل شوي دي.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد نن كليد ته وويل، دا غله د يوه ځوان تر وژلو او د هغه د موټر له وړلو وروسته د پوليسو تر تعقيب لاندې وو، چې ترمنځ يې نښته وشوه.
د نوموړي په خبره، په نښته كې يو غل ووژل او يو بل سخت ټپي شو، چې وروسته يې په روغتون كې ساه وركړه.
مجاهد زياته كړه، له دغو وسله والو غلو يو عراده كرولا ډوله موټر، دوه ميله كلاشينكوفونه او يو ميل تومانچه ترلاسه شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو كې د غلاوو په اړه د كابل ښاريانو شكايتونه زيات شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ