ads

مسکو: واشنګټن د روسيې د سولې هڅې زيانمنوي

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، د افغان سولې په هدف د مسکو له لوري د پيل شويو هڅو پر وړاندې د امريکا وروستی دريځ دغه پروسه زيانمنوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
24 لړم 1397
مسکو: واشنګټن د روسيې د سولې هڅې زيانمنوي

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، د افغان سولې په هدف د مسکو له لوري د پيل شويو هڅو پر وړاندې د امريکا وروستی دريځ دغه پروسه زيانمنوي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له لوري په يوه خپره شوې خبرپانه کې ويل شوي چې مسکو د افغان سولې په هدف د پيل شويو هڅو له لارې په افغانستان کې د امريکا د کړنو د زيانمنولو پلان نه لري.
د مسکو له ناستې وروسته يوشمېر امريکايي چارواکو ويلي، چې روسيه په دې ډول غواړي په افغانستان کې د امريکا هڅې ناکامې وښيي، خو مسکو وايي له دې اقداماتو څخه يې هدف د افغان کړکيچ سياسي حل دی.
د روسيې بهرنيو چارو وزارت وايي، مسکو يوازې د سولې په برخه کې د مرسته کوونکي رول ترسره کوي او غواړي د افغان کړکيچ ښکېل لوري يوې پايلې ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې چې واشنګټن بيا ويلي، دوی د سولې په برخه کې د مسکو هڅې ستايي او دا د روسيې حق دی چې دغه ډول هڅې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA