د ترکيې او امريکا جمهور رئيسانو رجب طيب اردوغان او ډونالډ ټرمپ د فرانسې په پايتخت پاريس کې د لومړۍ نړيوالې جګرې د پای ته رسېدو د سلمې کليزې د مراسمو په څنډه كې له يو بل سره وکتل.
دا مراسم د فرانسې د جمهور رئيس ايمانوېل مکرون له لوري ترتيب شوي او د يادو چارواكو ليدنې ۴۵ دقيقې دوام وکړ.
راپورونه وايي، د ترکيې په استانبول ښار کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې د خبريال جمال خاشقجي وژنه، په سوريه کې د انقرې او واشنګټن ګډ پوځي تمرينونه او د فتح الله ګولن ډله د دوی دواړو ترمنځ د خبرو اصلي ټکي وو.
د اردوغان او ټرمپ ترڅنګ د نړۍ يو شمېر نور مشران هم د لومړۍ نړيوالې جګړې د پای ته رسېدو د سلمې کليزې په مراسمو کې د ګډون په هدف پاريس ته تللي دي.