امريكايي چارواكي د كليفورنيا ايالت په شمال كې د پراخې اورلګېدنې له كبله د شپږو تنو د وژل كېدو خبر وركوي.
دوى وايي، دې ځواكمنې اورلګېدنې د پاراډايس ښارګوټي ډېرى برخې په ايرو بدلې كړې دي.
په دغه ښارګوټي كې د اورلګېدنې كنټرول د اطفايې ادارې د كاركوونكو له توانه پورته بلل شوى دى.
په داسې حال كې، چې د امريكا د كليفورنيا ايالت په جنوب كې هم اورلګېدنه دوام لري، ځايي چارواكي د هغو كسانو شمېر ۱۵۷ زره ښيي، چې د خپلو كورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
بايد وويل شي، چې د ياد ايالت په شمال او جنوب كې د اورلګېدنې په ترڅ كې تراوسه لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي او لسګونه نور ورك دي، چې ښايي د تلفاتو شمېر زيات شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ