ads

جمهور رئيس غني د باميان – دوشي لويې لارې د شپږمې برخې كار پرانيست

جمهور رئيس محمد اشرف غني باميان ته د سفر په لړ كې نن سهار هلته د باميان – دوشي لويې لارې د شپږمې برخې كار پرانيست.
هغه وويل، دا چې د سالنګ تونل بيارغونې ته اړتيا لري، ياده لاره د هېواد له جنوب او مركز سره د شمال د نښلولو لپاره ښه بديل دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
19 لړم 1397
جمهور رئيس غني د باميان – دوشي لويې لارې د شپږمې برخې كار پرانيست

جمهور رئيس محمد اشرف غني باميان ته د سفر په لړ كې نن سهار هلته د باميان – دوشي لويې لارې د شپږمې برخې كار پرانيست.
هغه وويل، دا چې د سالنګ تونل بيارغونې ته اړتيا لري، ياده لاره د هېواد له جنوب او مركز سره د شمال د نښلولو لپاره ښه بديل دى.
په همدې حال كې د ټولګټو چارو وزير يما ياري وايي، د باميان – دوشي لويې لارې شپږمه برخه ۲۵ كيلومټره اوږدوالى لري، چې د ۲۷ ميليون ډالرو په لګښت جوړېږي.
د نوموړي په خبره، د ټولګټو چارو وزارت په پام كې لري، چې د راتلونكي لمريز كال تر پايه په باميان كې د شاوخوا ۲۰ ميليارد افغانيو په لګښت ۲۸ پروژې پلې كړي.
بل پلو د باميان اوسېدونكي خوښ دي، چې د باميان – دوشي لويې لارې په جوړېدو سره به ورته د كار زمينه برابره شي.
بايد وويل شي، چې د ياد سړك د رغولو قرارداد تېر كال د ټولګټو چارو وزارت او يوه چينايي شركت ترمنځ لاسليك شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA