د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، د ولسي جرګې په ټاكنو كې د خلكو پراخ ګډون طالبان او د هغوى بهرني ملاتړي له ماتې سره مخ كړل.
نوموړي نن د وزيرانو شورا غونډې ته وويل، د ټاكنو په مهال د طالبانو بريدونو د افغانانو د راى وركولو مخه ونه شوه نيولى.
عبدالله زياته كړه، د ټاكنيزو مركزونو مخې ته د خلكو اوږده كتارونه طالباني فكر ته د نه ويلو په معنا وو.
هغه په ټاكنو كې د افغانانو پراخ ګډون يوه تاريخي حماسه وبلله او په وينا يې، د ولسي جرګې په ټاكنو كې معلومه شوه، چې خلك د عمومي رايو پر بنسټ د نظام د رامنځته كېدو غوښتونكي دي.
اجرائيه رئيس همدارنګه وويل، اوس د ټاكنيزو كمېسيونونو وار دى، چې خپل مسووليت په سمه توګه ادا كړي او ټاكنيزو شكايتونو ته په ښه ډول رسيدګي وكړي.
دا په داسې حال كې ده، چې وسله والو طالبانو د ټاكنيز بهير د ګډوډولو خبردارى وركړى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ