د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو د عملياتو په مهال د پنځو پاكستانيانو په ګډون د ۵۶ وسله والو مخالفينو د وژلو، د شپږو د ټپي كولو او دوو نورو د ژوندي نيولو ادعا كړې ده.
دغه وزارت نن په يوه خپره كړې خبرپاڼه كې ويلي، چې دا عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په ننګرهار، غزني، پكتيكا، خوست، كندهار، هرات، بلخ او يو شمېر نورو ولايتونو كې ترسره شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ