ads

۲۰ ولايتونه د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي

له طبيعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره د وچکالۍ له كبله د خوراكي توكو له كمښت سره د هېواد د ۲۰ ولايتونو د مخكېدو خبر وركوي.
د دې ادارې مرستيال محمد اسلم سياس وايي، جګړو او وچكالۍ سلګونه زره کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې كړي، چې اوس مهال د خوراكي توكو بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

نویسنده: mayar
24 تله 1397

د هغه په خبره، دوى د طبيعي پېښو او جګړو له كبله له خپلو سيمو بېځايه شوې شاوخوا ۵۰۰ زره كورنۍ ثبت كړې دي.
سياس دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ چارو مشر ټوبي لينزر ويلي، د روان ميلادي کال تر پايه به نېږدې درې ميليونه افغان وګړي د خوراکي توكو د كموالي له جدي خطر سره مخ شي.
د نوموړي په وينا، وچکالۍ د افغانستان شمالي او لوېديځ ولايتونو له جدي ګواښ سره مخ کړي، چې له كبله يې سلګونه زره کسانو خپل کورونه پرېښي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA