ads

نن د افغانستان او بنګله‌دېش تر منځ لوبه ترسره کېږي

ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن په متحده عربي اماراتو كې د ترسره كېدونكو اسيا جام سياليو په دوهم پړاو كې خپله دوهمه لوبه د بنګله دېش د كركټ له ملي لوبډلې سره وكړي.

نویسنده: mayar
1 تله 1397
نن د افغانستان او بنګله‌دېش تر منځ لوبه ترسره کېږي

ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن په متحده عربي اماراتو كې د ترسره كېدونكو اسيا جام سياليو په دوهم پړاو كې خپله دوهمه لوبه د بنګله دېش د كركټ له ملي لوبډلې سره وكړي.
دا لوبه به د كابل په وخت د مازديګر په څلورو بجو پيل شي.
په ګروپي پړاو سياليو كې افغانستان خپلې دواړه لوبې وګټلې او سريلانكا او بنګله دېش ته يې ماتې وركړې، خو په دوهم پړاو كې يې خپله لومړۍ لوبه پاكستان ته وبايلله.
د كركټ د اسيا جام سياليو په ګروپي پړاو كې د افغانستان، پاكستان، هند، بنګله دېش، سريلانكا او هانګ كانګ لوبډلو برخه لرله، خو سريلانكا او هانګ كانګ خپلې دواړه لوبې وبايللې او له مخكې تګه پاتې شول.
افغانستان د راتلونكې سې شنبې په ورځ له هند سره لوبه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA