ads

د کرکټ بورډ نوي عمومي مشر عزيزالله فضلي دنده پيل کړه

د کرکټ بورډ نوي عمومي رييس عزيزالله فضلي په رسمي ډول خپله دنده پيل کړه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 وږی 1397
د کرکټ بورډ نوي عمومي مشر عزيزالله فضلي دنده پيل کړه

د کرکټ بورډ نوي عمومي رييس عزيزالله فضلي په رسمي ډول خپله دنده پيل کړه.
نوموړي د کرکټ بورډ په اداره کې په دې تړاو جوړې شوې غوندې ته په خبرو کې وويل ۱۸ کاله يې د کرکټ بورډ په اداره کې کار کړی دی او اوس خورا خوښ دی چې يو مهم مسووليت ور سپارل کېږي.
نوموړي ټينګار وکړ چې د کرکټ بورډ ادارې ټول تشکيل به له سره ارزيابي شي او دغه راز به د لوبغاړو د غوراوي په کمېټه کې بدلونونه رامنځته شي.
له بل لوري د کرکټ بورډ پخواني عمومي مشر شکرالله عاطف مشعل عزيزالله فضلي ته د نوې دندې مبارکي وويله او له نوموړي يې وغوښتل چې د ۲۰۱۹ کال نړيوال جام لپاره د لوبډلې په پياوړي کولو ډېر تمرکز وکړي.
عزيزالله فضلي چې تر دې وړاندې يې د کرکټ بورډ په بېلا بېلو برخو کې کار کړی دی، د جمهور رييس د حکم له مخې د شکرالله عاطف مشعل پر ځای د دغه ادارې نوی عمومي مشر وټاکل شو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA