جمهور رئيس محمد اشرف غني د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت عمومي رياست مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د بادغيس د امنيتي ستونزو په اړه مفصل راپور ترتيب او له جمهوري رياست سره شريک کړي.
هغه تېر مازديګر د بادغيس له يو شمېر مشرانو او متنفذينو سره په ارګ کې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، خليل خان اڅکزي د نورو په استازيتوب د خبرو په مهال د وچکالۍ، ناامنۍ، برېښنا، سړک او بند جوړولو او نورو سيمه ييزو ستونزو حل ته د هېواد د جمهور رئيس د پاملرنې غوښتنه وکړه.
وروسته جمهور رئيس غني وويل، له مرغاب سيند څخه د استفادې او د سړک او بند جوړولو تدارکاتي پروسه جريان لري.
د هغه په وينا، له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره به شته امکاناتو ته په پام اساسي اقدامات او ټولو ستونزو ته رسيدګي وشي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ