ads

دولتي ادارې او عام خلك د هرات د برېښنا شركت ۲۶ ميليون ډالره پوروړي دي

د هرات يو شمېر دولتي ادارو او اوسېدونكو د دې ولايت برېښنا شركت ته څه باندې ۲۶ ميليون ډالره پور نه دى وركړى.

نویسنده: mayar
25 وږی 1397
دولتي ادارې او عام خلك د هرات د برېښنا شركت ۲۶ ميليون ډالره پوروړي دي

د هرات يو شمېر دولتي ادارو او اوسېدونكو د دې ولايت برېښنا شركت ته څه باندې ۲۶ ميليون ډالره پور نه دى وركړى.
د هرات د برېښنا رياست عملياتي مرستيال دلاور مرادي وايي، د هرات د برېښنا شركت پوروړي له ۷۰ تر ۸۰ فيصده عام وګړي دي او ځينو خو څو كاله كېږي، چې خپل پور نه دى ادا كړى.
ده كليد ته وويل، د هرات يو شمېر دولتي ادارې او اوسېدونكي په ټوليز ډول د ياد شركت څه باندې ۲۶ ميليون ډالره پوروړي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان برېښنا شركت مسوولينو هم د ځينو كسانو لخوا د برېښنا پيسو د نه وركولو خبر وركړى و او په وينا يې، ګڼ شمېر ادارې او افراد يې پوروړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA