د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ د کږې په زوړ بازار سيمه کې نن سهار نېږدې اووه بجې تر پله لاندې د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنې پنځه تنه ټپيان كړي دي.
د دغه ولايت د رسنيو دفتر د خبرپاڼې له مخې، درې ټپيان د جلال اباد په حوزوي او دوه نور د خوږياڼو ولسوالۍ په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
سرچينې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودلى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي ياد ټپيان د ښاروالۍ قراردادي مامورين بللي او ويلي يې دي، له مال منډيي سره نېږدې د پله پر سر له مال اخيستونکو د ماليې ترلاسه کولو په هدف ناست وو، چې تر پله لاندې ځای پر ځای شوی ماين پرې چاودلی دی.
د پېښې مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.