ads

په سمنګان كې ۱۷ تنو ولسي پاڅون كوونكو او سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د سمنګان امنيتي مسوولين وايي، په دره صوف پايين ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو د بريد له كبله ۱۷ تنو ولسي پاڅون كوونكو او سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
23 وږی 1397
په سمنګان كې ۱۷ تنو ولسي پاڅون كوونكو او سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د سمنګان امنيتي مسوولين وايي، په دره صوف پايين ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو د بريد له كبله ۱۷ تنو ولسي پاڅون كوونكو او سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند منير رحيمي كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د يادې ولسوالۍ په دايكندي كلي كې د ولسي پاڅون كوونكو او سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريد وكړ، چې د امنيتي ځواكونو له لوري په شا وتمبول شو.
د هغه په وينا، په جګړه كې شپږ تنه ولسي پاڅون كوونكي وژل شوي او د سيمه ييزو پوليسو په ګډون ۱۱ تنه نور ټپيان دي.
رحيمي زياته كړه، د نښتې په مهال طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه يې كره معلومات نه لري.
په همدې حال كې د سيمه ييزو پوليسو يو تن قوماندان بابا، چې په دې جګړه كې په پښه ټپي او د سمنګان ولايتي روغتون ته لېږدول شوى وويل، لسګونو طالبانو تېره شپه د دره صوف پايين ولسوالۍ په دايكندي كلي كې د سيمه ييزو پوليسو پر درېيو پوستو بريد وكړ.
د نوموړي په خبره، تر بريد وروسته طالبان دغه كلي ته داخل شول او له سيمه ييزو پوليسو سره يې نښتې د سهار تر درېيو بجو او ۳۰ دقيقو دوام درلود.
دى وايي، په جګړه كې شپږ سيمه ييز پوليس او يوه ښځه وژل شوي او ۱۷ سيمه ييز پوليس ټپيان دي. وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA