امنيتي چارواكي د فارياب په قيصار او كوهستان ولسواليو كې د لسګونو وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، تېره شپه د افغان او بهرنيو ځواكونو د هوايي بريدونو له كبله د قيصار ولسوالۍ په چيچكتو كلي كې ۵۰ ترهګر وژل شوي او دوه موټرونه يې تخريب شوي دي.
نوموړي زياته كړه، تېره شپه په كوهستان ولسوالۍ كې هم د ملي اردو ځواكونو د ځمكنيو او هوايي بريدونو په ترڅ كې ۲۵ تروريستان ووژل شول او ۱۳ تنه نور ټپيان دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال كې ده، چې د امنيتي ځواكونو د موټرونو كاروان تېره ورځ د غورماچ – قيصار پر لاره په چهلګزي سيمه كې د وسله والو طالبانو له كمين سره مخ شو، چې د ۲۰۹ شاهين قول اردو په خبره، په جګړه كې ۷۳ طالبان وژل شوي او ۳۱ تنه نور ژوبل دي.
ويل كېږي، چې په دې نښته كې څلور امنيتي سرتېري هم وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ