ads

شخصي کمپنۍ ته د افغانستان د جګړې سپارلو ته د ټرمپ لېوالتيا زياته شوې

يو شمېر امريکايي چارواکي وايي، داسې ښکاري چې د افغانستان د جګړې خصوصي کولو ته د ډونالډ ټرمپ لېوالتيا زياته شوې ده.
د دغه پلان له مخې به د افغانستان جګړه بلک واټر امنيتي کمپنۍ ته سپارل کېږي چې تر دې وړاندې يې په عراق او يو شمېر نورو هېوادونو کې هم ماموريتونه ترسره کړي دي.

نویسنده: mayar
27 زمری 1397

دغه کمپنۍ د بې ګناه وګړو په وژلو او نورو ناوړه کړنو تورنه ده.
له هغه وروسته چې په امريکا کې جمهوري غوښتونکی جمهور رييس ډونالډ ټرمپ واک ته رسېدلی، په ځلونو د بلک واټر کمپنۍ موسس اريک پرېنس له نوموړي غوښتي چې د افغانستان جګړه يادې شخصي کمپنۍ ته وسپاري.
د دغه پلان له مخې به امريکايي ځواکونه له افغانستان وځي او جګړه به قراردادي ځواکونو ته سپارل کېږي. دوی به د يوه ځانګړي استازي تر مشرۍ لاندې فعاليت کوي او هغه به مستقيم جمهور رييس ته معلومات ورکوي.
سره له دې، چې د امريکا لوړپوړي پوځي چارواکي، د کانګرېس غړي او پخپله د جمهور رئيس ټرمپ د ملي امنيت د ټيم غړي د اِريک پرينس له پلان سره موافق نه دي، خو په خپله پرينس اېن بي سي ټلويزيون ته ويلي، جمهور رئيس ټرمپ ته نېږدې کسان د افغانستان په اړه داسې معلومات ورکوي، چې ګواکې هر څه سم دي.
دى وايي، د افغانستان د جګړې په تړاو د امريكا جمهور رئيس خوښ نه دى، ځكه د دفاع وزارت ته يې ټول هغه څه ورکړل، چې ترې غوښتل يې، خو تراوسه يې نتيجه ور نه كړه.
د پرينس په وينا، د خپل پلان په تړاو يې تر دا مهاله له جمهور رئيس ټرمپ سره مخامخ خبرې نه دي کړې خو زياتوي، پلان لري د مطبوعاتو له لارې نوموړى مجبوره کړي، چې د ده پلان ومني.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA