د کندهار د ملي امنيت رياست له لوري د هېرويينو يو تن لېږدوونکی چې د دغه ولايت د ژړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی دی ونیول شو.
د کندهار ولايت د مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کس چې نصير احمد نومېږي او د ګل محمد زوی دی، غوښتل يې د هېرويينو ۳۰ کپسولونه چې په خپل ګېده کې يې ځای پر ځای کړي و، د کندهار د هوايي ډګر له لارې هند ته ولېږدوي.
خبرپاڼه زياتوي، نوموړی د کندهار ولايت د ملي امنيت د منسوبينو له لوري تر څار لاندې و او په کندهار هوايي ډګر کې ونيول شو.
د خبرپاڼې له مخې تورن په خپل جرم اعتراف کړی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ