د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ملي اردو مېشت سرتېري وايي، له تېرو درېيو میاشتو راهیسې وسلهوالو طالبانو سخت کلابند کړي، خو چارواکو يې هېڅ غږ نه دی اورېدلی.
دغه سرتېري وايي، په دې موده کې دوی ته هېڅ اکمالات نه دي شوي چې له کبله يې اوس وچه ډوډۍ خوري.
د ملي اردو ياد سرتيري ادعا کوي چې وژل شوي او ټپي ملګري يې هم په بد حالت کې پراته وي، خو څوک يي پوښتنه نه کوي.
دوی وايي، په ولسوالۍ کې دولتي مامورين او چارواکي شتون نه لري او غوښتنه کوي چې دوی ته دې خوراکي توکي اومهمات ورسول شي.
که څه هم په اروزګان کې د څلورمې پلې لېوا مسولينو تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي بیا د دغو سرتېرو خبرې ردوي او وايي پر وخت د يادې ولسوالۍ سرتېرو ته اکمالات رسوي.
د اروزګان ولايت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې افغان سرتېري داسې مهال د دولت د نه پاملرنې خبره کوي چې له تېرو څو ورځو راهيسې وسلهوالو طالبانو د دغه ولايت پر مرکز ترينکوټ، چنارتو او دهراوود ولسواليو بريدونه زيات کړي دي او وسلهوال طالبان ادعا کوي چې د دې بريدونو پر مهال يې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ