د فراه د ملكي روغتون درې ساتونكي د نامعلومو وسله والو له لوري ووژل شول.
د دغه روغتون رئيس عبدالجبار شايق كليد ته وويل، نامعلومو وسله والو پرون ماسپښين شاوخوا يوه بجه د ملكي روغتون د ساتونكو پر پوستې بريد وكړ.
د هغه په وينا، په پېښه كې د ياد روغتون درې ساتونكي ووژل شول او بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
غوښتل مو په دې اړه د فراه د امنيتي مسوولينو نظر هم ولرو، خو څه ويلو ته حاضر نه شول.
د پېښې مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ