په پاکستان کې نن سهار د ملي او ايالتي پارلمانونو يا اسمبليو لپاره ټاكنې پيل شوې.
پاکستانيان د ماخوستن تر اتو بجو وخت لري، چې راى وركولو مرکزونو ته لاړ شي او د خپلې خوښې کانديدانو ته رايې وركړي.
په پاکستان کې نن لږ تر لږه ۸۵ زره ټاكنيز مرکزونه پرانيستل شوي دي.
د دغه هېواد حکومت د ټاكنيزو مرکزونو او راى وركوونكو د امنيت ټينګولو لپاره ۳۷۰ زره پوځيان او ۴۵۰ زره پوليس په دندو ګومارلي دي.
د پاکستان ملي اسمبلۍ او د څلورو ايالتونو محلي اسمبليو ته له ۱۲ زرو زيات کانديدان درېدلي، چې ډېرى يې په لويو پيپلز، مسلم ليګ او تحريک انصاف ګوندونو پورې تړلي دي.
دا ټاكنې سيمه ييز او نړيوال څارونكي هم څاري.
۱۰۶ ميليونه پاكستانيان د راى وركولو په شرايطو برابر دي، چې ۴۵ فيصده يې ښځې او ۵۵ فيصده يې نارينه دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ