ads

په ننګرهار كې پر داعشيانو هوايي بريدونه شوي

د ننګرهار ولايت په اچين او نازيانو ولسواليو کې د هوايي بريدونو په مهال څلور داش وسله وال وژل شوي دي.

نویسنده: mayar
30 چنګاښ 1397
په ننګرهار كې پر داعشيانو هوايي بريدونه شوي

د ننګرهار ولايت په اچين او نازيانو ولسواليو کې د هوايي بريدونو په مهال څلور داش وسله وال وژل شوي دي.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، تېره ورځ د اچين ولسوالۍ په باغ درې سيمه کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د داعش وسله والو پر يوه پټنځاى بريد کړى، چې په ترڅ كې يې درې داعشيان وژل شوي دي.

د هغه په وينا، د نازيانو ولسوالۍ په سپينه ژۍ سيمه کې بيا د داعش وسله والو پر يوه پټنځاى د هوايي بريد په مهال يو داعشى وژل شوى دى.

فقيري زياته كړه، په ترسره شوو هوايي بريدونو کې د داعش وسله والو يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA