ads

هلمند کې د طالبانو له يوه زندانه لسګونه كسان خوشې شول

امنيتي ځواکونو په هلمند کې د طالبانو يو زندان مات کړى او د ملګي وګړو په ګډون يې ترې لسګونه تنه راخوشې کړي دي.
د دې ولايت د ۲۱۵ ميوند قول اردو د اووم کنډک له مطبوعاتي دفتره كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، تېره شپه امنيتي ځواکونو په موسى کلا ولسوالۍ کې د طالبانو پر يو شمېر پټنځايونو هوايي عمليات كړي، چې په ترڅ كې يې د هغوى يو زندان هم مات شوى دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
26 چنګاښ 1397
هلمند کې د طالبانو له يوه زندانه لسګونه كسان خوشې شول

امنيتي ځواکونو په هلمند کې د طالبانو يو زندان مات کړى او د ملكي وګړو په ګډون يې ترې لسګونه تنه راخوشې کړي دي.
د دې ولايت د ۲۱۵ ميوند قول اردو د اووم کنډک له مطبوعاتي دفتره كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، تېره شپه امنيتي ځواکونو په موسى کلا ولسوالۍ کې د طالبانو پر يو شمېر پټنځايونو هوايي عمليات كړي، چې په ترڅ كې يې د هغوى يو زندان هم مات شوى دى.
سرچينه وايي، امنيتي ځواکونو په دې عملياتو کې د طالبانو له زندانه ۵۴ تنه ازاد کړي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په خوشې شوو کسانو کې ۳۳ يې ملکي وګړي، ۱۵ يې پوليس، څلور يې د ملي اردو سرتېري او دوه تنه يې ډاکټران دي.
د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو کې امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو څلور طالبان، چې د زندان ساتونکي وو، نيول شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه د ياد زندان د ماتېدو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
موسى کلا له تېرو دوو کلونو راهيسې د طالبانو په ولكه كې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA