ads

جمهور رئيس غني د پنجشېر له زيانمنو شوو خلكو سره پر مرستې ټينګار وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره ورځ پنجشېر ته د سفر په مهال هلته د هوا له لارې د وروستۍ طبيعي پېښې له كبله زيانمنې سيمې وکتلې او بيا يې د دغه ولايت له چارواكو او خلكو سره وليدل.

نویسنده: mayar
25 چنګاښ 1397
جمهور رئيس غني د پنجشېر له زيانمنو شوو خلكو سره پر مرستې ټينګار وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره ورځ پنجشېر ته د سفر په مهال هلته د هوا له لارې د وروستۍ طبيعي پېښې له كبله زيانمنې سيمې وکتلې او بيا يې د دغه ولايت له چارواكو او خلكو سره وليدل.
د ارګ په خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، سيمې ته مرستې رسېدلي، خو بسنه نه كوي.
هغه د کور او ښار جوړولو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې زيانمنو کورنيو ته ځمکې په پام کې ونيسي او حکومت يې د کورونو په جوړولو کې مرسته کوي.
د هېواد جمهور رئيس همدرانګه دغه وزارت ته لارښوونه وکړه، هغه دوکانونه، چې په دې پېښه کې وران شوي، د هغو لپاره دې د يوه مناسب بازار نقشه جوړه شي، چې حکومت به يې د جوړولو په برخه کې اقدام وکړي.
نوموړي څرګنده کړه، چې د پنجشېر سيند لپاره دې پر يوه موډل کار وشي، چې د پېښو مخنيوى وکړاى شي.
د جمهور رئيس غني په وينا، د سېلابونو، اوبو او بندونو د مديريت سيسټم پر رامنځته کولو به لا زيات کار وشي. ده په داسې حال كې پنجشېر ته سفر وکړ، چې د دغه ولايت د حصه اول ولسوالۍ په پِشغور دره کې د اوبو د يوه طبيعي جهيل د ماتېدو له کبله د سېل د زيانمنو کسانو وضعيت عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA