ads

جمهور رييس د سياسي او جهادي ګوندونو د غوښتنو پر وړاندې سخت غبرګون وښود

جمهور رييس محمد اشرف غني د جهادي او سياسي مشرانو د هغې غوښتنې په غبرګون کې چې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې بهیر دې له سره له بايومټريک په استفادې پيل شي پر دوی سختې نيوکې وکړې.

نویسنده: mayar
24 چنګاښ 1397
جمهور رييس د سياسي او جهادي ګوندونو د غوښتنو پر وړاندې سخت غبرګون وښود

جمهور رييس محمد اشرف غني د جهادي او سياسي مشرانو د هغې غوښتنې په غبرګون کې چې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې بهیر دې له سره له بايومټريک په استفادې پيل شي پر دوی سختې نيوکې وکړې.

جمهور ريیس نن په ارګ کې خبري غونډې ته وويل، دوی څوک دي چې د ملت په استازيتوب خبرې کوي. هغه دې ته په اشارې چې دوی د ملت استازي نه دي زياته کړه، دوی چا انتخاب کړي چې راشي او د خلکو په استازيتوب خبرې وکړي.

هغه ټينګار وکړ چې د افغانستان جمهور رييس دی او ټول دغه ګوندونه واضح طرحې نه لري. د هېواد جمهور رييس دا ګوندونه تورن کړل چې په تېرو ۴۰ کلونو کې د افغانستان لپاره هېڅ د پام وړ کار نه دی کړی.

جمهور رييس غني زياته کړه، سياسي ګوندونه دې د هېواد اوسني حالت ته په پام خپل مسووليت په سمه او رښتينې توګه ادا کړي.

د هغه په خبره، سياسي ګوندونه وسله وال ځواکونه نه لري او د هېواد ځينې سياسي ګوندونه يې د وسله والو ځواکونو په لرلو تورن کړل.

دا په داسې حال کې ده چې يو شمېر سياسي او جهادي ګوندونو تېره ورځ له ملي يووالي حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل چې د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې لړۍ ودروي او له بايومټريک سيستم په استفادې يې له سره پيل کړي.

دوی خبرداری ورکړ که چېرته يې غوښتنې ونه منل شي، له ټاکنو سره به پرېکون وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA