جمهور رئيس محمد اشرف غني د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون او وينا لپاره د بلجيم پايتخت بروكسل ته لاړ.
د جمهوري رياست د وياند د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي رسنيو ته وويل، په دې غونډه كې به له ترهګرۍ سره پر مبارزې، افغان سولې او ځينو نورو موضوعاتو بحث وشي.
نوموړي زياته كړه، جمهور رئيس غني به سبا د ناټو د ځينو غړو هېوادونو له مشرانو سره وګوري او د پنجشنبې په ورځ به د دغه سازمان په غونډه كې ګډون او وينا وكړي.
مرتضوي د يادې غونډې پايلې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې وبللې.
د يادونې وړ ده، چې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه سبا پيلېږي او دوهمه ورځ يې د افغانستان لپاره ځانګړې شوې ده.