افغان هوايي ځواكونو د فارياب په بېلابېلو سيمو كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، افغان ځواكونو په ياد ولايت كې د هوايي بريدونو په ترڅ كې د يو پاكستاني ډاكټر په گډون ۲۹ طالبان وژلي او د فارياب لپاره د طالبانو د نظامي كمېسيون د مسوول مخدوم عالم په ګډون يې ۴۳ وسله وال ټپيان كړي دي.
هغه زياته كړه، په دغو هوايي بريدونو كې د طالبانو دوه مركزونه، يو ميل دهشكه، يو هاوان، درې موټرونه او ۱۳ موټر سايكلونه هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ