د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، په جلال اباد ښار کې چاودنې ۸ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي کليد ته وويل چې نن سهار شاوخوا ۶ بجې د جلال اباد ښار تالاشۍ څلورلارې ته څيرمه د اهنګرانو په کوڅه کې په يوې هټۍ کې د ځای پرځای شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله يو ماشوم وژل شوی او د څلورو ماشومانو په ګډون ۷ ولسي وګړي ټپيان شوي دي.
خوګياڼی وايي ټپيان يې د جلال اباد ښار حوزوي روغتون ته ليږدولي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
د پيښې مسوليت تراوسه چا پرغاړه نه دی اخيستی
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ