ads

هرات كې د ملي اردو ۱۷ سرتېري وژل شوي

د هرات ولايتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د ملي اردو نږدې شلو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد کليد ته وويل، تېره شپه وسله والو طالبانو په زاول ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوې پوستې بريد کړی، چې په پايله کې يې ۱۷ سرتېري وژل شوي او يو ټپي دی.

نویسنده: ISMAT MAYAR
19 غبرګولی 1397
هرات كې د ملي اردو ۱۷ سرتېري وژل شوي

د هرات ولايتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د ملي اردو نږدې شلو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد کليد ته وويل، تېره شپه وسله والو طالبانو په زاول ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوې پوستې بريد کړی، چې په پايله کې يې ۱۷ سرتېري وژل شوي او يو ټپي دی.
فرهاد زياته كړه، په ځوابي بريد کې اته وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ دا خونړۍ نښته داسې مهال کېږي، چې په راتلونکي كوچني اختر کې افغان حکومت او وسله والو طالبانو دواړو اوربند اعلان کړی دی.
زاول سيمه په وروستيو کې د هرات له شينډنډ ولسوالۍ جلا او د نوې ولسوالۍ په توګه معرفي شوه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA