ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د بنګله دېش له کرکټ ملي لوبډلې سره د درېيو ۲۰ اوريزو لوبو لړۍ پيل کړي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د دې لړۍ لومړۍ نن ماښام په اوو بجو پيلېږي.
دا لوبه به د هند په دهرادون ښار کې ترسره شي.
افغانستان به دغه راز د روانې ميلادي مياشتې په پنځمه دوهمه او د دغې مياشتې په اوومه نېټه له بنګله دېش سره درېيمه ۲۰ اوريزه نړيواله لوبه ترسره کړي.
له دې لوبو وروسته د جون په ۱۲مه نېټه افغانستان له هند سره تاريخي ټېسټ لوبه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ