ads

په پکتيا کې د نوم ليکنې د مرکز په سر شخړه شوې

د پکتيا ولايت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د نوم ليکنې د يوه مرکز پر سر شخړې درېيو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 غبرګولی 1397
په پکتيا کې د نوم ليکنې د مرکز په سر شخړه شوې

د پکتيا ولايت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د نوم ليکنې د يوه مرکز پر سر شخړې درېيو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د پکتيا ولايتي چارواکي وايي؛ تېره ورځ په احمدخېلو ولسوالۍ کې د نوم ليکنې په مرکز کې هغه مهال د دوه قبيلو ترمنځ د مرکز  د ځای پر سر شخړه رامنځته شوې چې يوې قيبلې د مرکز د انتقال غوښتنه کوله.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت رسنيو ته وويل، پېښه د جمعې په ورځ ناوخته رامنځ ته شوې او درې کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې. نوموړی وايي د پېښې د څيړلو لپاره يې پلاوی ټاکلی دی.

ځايي اوسيدونکي وايي پېښه د دوه احتمالي کانديدانو د پلويانو ترمنځ شوې؛ د ټاکنو کميسيون ولايتي دفتر هم پېښه تاييدوي او وايي پېښه په غير رسمي وخت کې ترسره شوې او اوس مهال ياد مرکز تړل شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA