د خوست په اسمعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ کې د نوم ليکنې پر مرکز بريد کې دوه سرتيري وژل شوي دي.
د خوست له امنيه قومندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار لس بجې دوو تنو بريدکوونکو د ښځو له چادريو په استفادې د يادې ولسوالۍ د سالم کلي په ټاکنيز مرکز بريد وکړ چې په پايله کې يې يو د ملي اردو او يو پوليس سرتيری وژل شوي دي.
سرچينه وايې، بريدکوونکي د پېښې له ځايه تښتېدلي دي.
تراوسه کومې ډلې ددغې بريد مسؤليت نه دی منلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ