د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی وايي، يا دې امريکا له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي يا دې بې پايلې جګړې ته دوام ورکړي.
ضمير کابلوف خبرداری ورکړ که امريکا له طالبانو سره مخامخ خبرې ونه کړي، په افغانستان کې په جګړې او وينه تويېدنه کلونه کلونه دوام وکړي.
کابلوف زياته کړه، طالبان له افغان حکومت سره خبرې نه کوي ځکه دغه حکومت د امريکا لاسپوڅی ګڼي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې جمهور رييس محمد اشرف غني طالبانو ته له قيد او شرط پرته د سولې د خبرو وړانديز وکړ، خو طالبانو ځواب ورنه کړ او څه موده وروسته يې د الخندق په نوم خپل پسرلني عمليات هم پيل کړل.
خو امريکايي چارواکو بيا ډېری وخت ټينګار کړی دی چې د سولې خبرې دې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ وشي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس ويلز څه موده مخکې ويلي وو چې امريکا د افغان حکومت او د افغانستان د خلکو استازې نه شي کېدای.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ