ads

جوزجان كې ۴۰ امنيتي سرتېري د دښمن له كلابندۍ ژغورل شوي

د جوزجان ولايتي چارواکي ادعا کوي، چې د دغه ولايت په قرقين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۴۰ امنيتي سرتېري له کلابندۍ ژغورل شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
30 غویی 1397
جوزجان كې ۴۰ امنيتي سرتېري د دښمن له كلابندۍ ژغورل شوي

د جوزجان ولايتي چارواکي ادعا کوي، چې د دغه ولايت په قرقين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۴۰ امنيتي سرتېري له کلابندۍ ژغورل شوي دي.
د والي وياند عبدالرحمن محمودي وايي، د قرقين ولسوالۍ په دينار کلي کې له څو ورځو راهيسې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده او يوازې د وړمې شپې جګړه کې لږ تر لږه ۶۳ طالبان وژل شوي او ۵۷ نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، جګړه به له طالبانو د يادې ولسوالۍ تر بشپړ پاکېدو پورې دوام ولري او سيمې ته يو شمېر کومانډو ځواکونه هم استول شوي او هغوی د پرمختګ په حال کې دي، له طالبانو يې يو سراچه موټر او دوه موټر سايکلونه نيولي دي.
بلخوا د جوزجان والي لطف الله عزيزي وويل، کومانډو ځواکونو وړمه شپه هغه ۴۰ امنيتي سرتېري وژغورل، چې له څو ورځو راهيسې د طالبانو له لوري کلابند وو.
د هغه په خبره، په جګړه کې څلور امنيتي سرتېري هم وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
په قرقين ولسوالۍ کې له پنځو ورځو راهيسې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده، چې دواړه لوري يو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA