ads

په ننګرهار كې څه باندې ۲۰۰۰ جريبه ځمکه له كوكنارو پاکه شوه

د ننګرهار هسکې مېنې، اچين، کوټ او رودات ولسواليو کې ۲۲۲۰ جريبه ځمکه له كوكناره پاكه شوه.

نویسنده: mayar
5 غویی 1397
په ننګرهار كې څه باندې ۲۰۰۰ جريبه ځمکه له كوكنارو پاکه شوه

د ننګرهار هسکې مېنې، اچين، کوټ او رودات ولسواليو کې ۲۲۲۰ جريبه ځمکه له كوكناره پاكه شوه.

د دغه ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، هسکې مېنې کې ۹۵۰، اچين كې ۳۰۰، کوټ كې ۵۰۰ او رودات ولسوالۍ کې ۴۷۰ جريبه ځمکه کې ولاړ کوکنار له منځه يووړل شول.

سرچينه وايي، د كوكنارو ضد كمپاين كې د ولايت مقام کارپوه، د غني خېل، هسکې مېنې، اچين، کوټ او رودات ولسواليو ولسوالانو، امنيتي موظفينو او نورو مسوولينو ګډون درلود.

سرچينه زياتوي، يو شمېر نورې سيمې هم په نښه شوي، چې ډېر ژر به په کې كرل شوي کوکنار واړول شي.

بايد وويل شي، چې افغانستان د نړۍ په کچه د ترياکو تر ټولو ستر توليدوونکی هېواد دی او شاوخوا درې اعشاريه پنځه ميليونه وګړي يې، چې د هېواد د نفوس شاوخوا ۱۲ فيصده جوړوي، په نشه روږدي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA