ads

دولتي ادارو كې د ښځو د حضور زياتوالي پاليسي جوړېږي

د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو د كمېسيون مشر وايي، په ملكي خدمتونو كې د ښځو حضور ډېر كم دى او زياتوي، د دغې ستونزې د حل لپاره پر يوې پاليسۍ كار كوي، چې ډېر ژر به د كابينې لخوا تصويب شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 وری 1397
دولتي ادارو كې د ښځو د حضور زياتوالي پاليسي جوړېږي

د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو د كمېسيون مشر وايي، په ملكي خدمتونو كې د ښځو حضور ډېر كم دى او زياتوي، د دغې ستونزې د حل لپاره پر يوې پاليسۍ كار كوي، چې ډېر ژر به د كابينې لخوا تصويب شي.
نادر نادري، چې نن يې د پروموټ يا د ښځو د پياوړتيا په چوكاټ كې د كار زده كوونكو ۴۰۰ نجونو د فراغت په غونډه كې خبرې كولې وويل، له دې وړاندې به په دولتي ادارو كې د ښځو د نه ګومارلو لپاره داسې پلمې كېدې، چې هغوى وړتيا نه لري، خو د نوموړي په وينا، د اداري اصلاحاتو كمېسيون له لوري د ملكي خدمتونو د ۱۸ زره بستونو لپاره په ازموينه كې معلومه شوه، چې ښځې وړتيا لري.
نادري زياته كړه، په دولتي ادارو كې د ښځو د حضور لپاره د يوې پاليسۍ پر جوړولو كار كوي.
په ورته وخت كې د ښځو چارو وزارت مرستياله نبيله مصلح هم وايي، دوى به په دولتي ادارو كې د ښځو لپاره د كار زمينې برابرې او د دغه وزارت په چوكاټ كې به د ښځو لپاره د كارموندنې مركزونه يو ځل بيا فعال كړي.
په همدې حال كې د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله دولتي ادارو ته دنده وسپارله، چې د پروموټ يا په حكومت كې د ښځو د حضور له پروګرام څخه د فارغو شوو نجونو لپاره د كار زمينه برابره كړي.
عبدالله له دغو نجونو غوښتنه وكړه، چې په دولتي ادارو كې د كار كولو په مهال بايد له تبعيض، فساد او اړيكو پاللو سره مبارزه وكړي.
په همدې حال كې يو شمېر هغه نجونې، چې له دغه پروګرام څخه فارغې شوې، خوښي څرګندوي او له دولته غواړي، چې په دولتي ادارو كې ورته د كار زمينه برابره كړي.
د ښځو د پياوړتيا يا پروموټ پروګرام د امريكا د پراختيايي ادارې USAID لخوا تمويلېږي، د دې موسسې مسوولين ياد پروګرام بريالى ګڼي او وايي، چې له دې پروګرام څخه فارغې شوې نجونې بايد د نورو نجونو د پياوړتيا او په دولتي ادارو كې د جذب لپاره كار وكړي.
د پروموټ يا د ښځو د پياوړتيا پروګرام له ۲۰۱۵م ميلادي كال راهيسې پيل شوى او هغو نجونو ته، چې له پوهنتون څخه فارغې شوې وي او غواړي په دولتي ادارو كې كار وكړي، عملي زده كړې وركوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA