ايران وايي، ډېر ژر به ۱۲۰ افغان بنديان خوشې كړي او افغانستان ته به يې وسپاري.
د دغه هېواد دولتي خبري اژانس ايرنا په کابل کې د خپل سفارت په حواله خبر ورکړى، چې افغان حکومت تېره ورځ پنځه ايراني بنديان خوشې کړل.
په کابل کې د ايران د سفارت د کونسلي چارو مسوول محسن رضايي ايرنا ته ويلي، خوشې شوي ايراني بنديان په کابل کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر څخه تهران ته ولېږدول شول.
نوموړي زياته كړې، د ايراني بنديانو د خوشې کولو په بدل کې به په نږدې راتلونکې کې د دوى حکومت هم ۱۲۰ افغان بنديان خوشې كړي او خپل هېواد ته به يې ته ولېږدوي.
د رضايي په وينا، ۱۲ کاله مخکې د افغانستان او ايران ترمنځ د بنديانو د تبادلې يو تړون لاسليک شوى و.
په كابل كې د ايران سفارت وايي، د ياد تړون له مخې تراوسه ۶۲۰ افغان او ۵۳ ايراني بنديان تبادله شوي دي.
سرچينه زياتوي، ډېرى دا كسان د نشه يي توکو په تړاو نيول شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ