په پام کې ده چې نن د هند غوره لیګ ۱۱م پړاو رسماً پيل شي.
د دغه ليګ لومړۍ لوبه د چنای سوپرکېنګز او ممبيي انډينز ترمنځ د کابل په وخت د ماښام په اوو بجو پيلېږي.
په دې لوبو کې ۸ لوبډلې چنای سوپر کېنګز، ممبيي انډينز، رويال چلنجرز بنګلور، راجستان رويالز، کېنګز الېون پنجاب، ډيلي ډرېډېولز، سنرايزرز حيدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبېږي.
د هند غوره لیګ چې نن د اپرېل په اوومه پيلېږي، د مې مياشتې تر ۲۷ نېټې دوام کوي او ټول ټال پکې ۶۰ لوبې ترسره کېږي.
په دغو لوبو کې سږ کال څلور افغان لوبغاړي هم پېرل شوي دي.
راشد خان د ۹۰۰ لکه هندي کلدارو په بدل کې له سنرايزرز حيدراباد، مجيب ځدراڼ د ۴۰۰ لکه هندي کلدارو په بدل کې له کېنګز الېون پنجاب، محمد نبي د ۱۰۰ لکه هندي کلدارو په بدل کې له سنرايزرز حيدراباد او ظاهر خان هم د ۶۰ لکه هندي کلدارو په بدل کې له راجستان رويالز لوبډلې سره لوبېږي.
تېر کال په دغو لوبو کې يوازې محمد نبي او راشد خان له سنرايزرز حيدراباد لوبډلې سره لوبېدلي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ