ads

عبدالفتاح السيسي د مصر سمبوليکې ټاکنې وګټلې

د مصر اوسني واکمن عبدالفتاح السيسي د ۹۷ فیصده رايو په ګټلو د دغه هېواد د جمهوري رياست ټاکنې وګټلې. دغه خبر نه مصريانو او نه هم نورې نړۍ ته يو ټکان ورکوونکی خبر و، ځکه د ټاکنو پايله مخکې له مخکې ټولو تر څرګنده وه. دغه ټاکنې له دې کبله په نړيواله کچه تر نيوکو لاندې دي چې عبدالفتاح السيسي پکې هېڅ ډول د پام وړ سيال نه درلود.

نویسنده: ISMAT MAYAR
14 وری 1397

د ټاکنو لږ تر لږه ۶ نور کانديدان يا له خپلې کانديداتورۍ تېر شول، يا تر عدلي او قضايي تعقيب لاندې و او يا هم بندي شول.

د دوشنې په ورځ د ټاکنو کميسيون د رايو د پايلو د اعلان پر مهال وويل چې په دغو انتخاباتو کې شاخوا ۴۱ عشاريه ۵ فیصده کسانو ګډون کړی دی، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۴ مېلادي کال ۴۷ فیصده کسانو ګډون کړی و.

يوازې يو بل سيال چې له الفتاح السيسي سره په ټاکنو کې ولاړ و، لږ پېژندل شوی موسی مصطفی و، هغه داسې وخت کې د سيالې ډګر ته راودانګل چې نور د کانديداتورۍ وخت په پوره کېدو و او ګوند یې د السيسي ملاتړ کړی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA