ads

په ننګرهار کې د ۱۲ بهرنيانو په ګډون ۱۶ وسله وال وژل شوي

د ننګرهار په هسکه مېنه او خوږياڼو ولسواليو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په مهال د بېلابېلو هوايي او ځمکنيو عملياتو په ترڅ کې ۱۴ داعشيان او دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نویسنده: mayar
4 وری 1397
په ننګرهار کې د ۱۲ بهرنيانو په ګډون ۱۶ وسله وال وژل شوي

د ننګرهار په هسکه مېنه او خوږياڼو ولسواليو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په مهال د بېلابېلو هوايي او ځمکنيو عملياتو په ترڅ کې ۱۴ داعشيان او دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دغه ولايت د رسنيو دفتر وايي، د هسکې مېنې ولسوالۍ په مهتر خان ابا او اوغز سيمو کې د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريدونو کې د ۱۲ بهرنيانو په ګډون ۱۴ داعشيان وژل شوي دي.

سرچينه زياتوي، د ملي امنيت موظفينو د خوږياڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړي، چې په مهال يې دوه وسله وال طالبان وژلي او له هغوى څخه يې درې ميله وسلې، د ملي اردو يونيفورم او نور توکي ترلاسه كړي دي.

د سرچينې په خبره، د يادو عملياتو په مهال دوه طالبان او ۱۳ نور شکمن کسان نيول شوي هم دي، چې څېړنې ترې دوام لري.

داعش او طالب وسله والو تر دا مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA